پسرلی
بیا به سپرلي شې د خزان نښې په ورکې شې
بیا به خوشحالي شې د خفګان نښې به ورکې شې
بیا به شین چمن ته بورا راشې په خندا، خندا
بیا به شې مستي او د فغان نښې به ورکې شې
بیا به د عرفان لمر د غرونو په سر سرک وهې
بیا به رڼا ورځ شې د ماښام نښې به ورکې شې
بیا به یو بوډا په یو بوډۍ د نجلۍ غږ وکړې
لاس به سره ورکړې د هجران نښې به ورکې شې
بیا به ارمانونه د (بریال) د زړه پوره شې ټول
بیا به په خندا شې د ګریان نښې به ورکې شې

0 نظر ورکړﺉ:
Post a Comment