توره /سيف الله بريال
د نیکه توره مې تر مــلا تـــــړمه
بـــــیا به هم هغه شـــان کلا تړمه
ځـــم د کابل نه د ډهلي په لوري
ټـــــول افغانان به ســـره بیا تړمه
د احمد شاه تاریخ به کړمه ژوندی
جګه شـــــــــمله به خامـــخا تړمه
پاڅــــــی زما ویده، ویده پښتنــــو
ګنــــې دا زړه به نور په چا تړمه
دا خپل شلیدلی ګریوان نه ګـندمــه
د خـپل نیکه ټوپـک تر شا تړمـــه
پریږدﺉ چې وینې مې له تنه وځي
نــیت د یرغـــل به نن ســــبا تړمه
بریال ولاړ د قربانۍ میدان کــــې
لاســـــونــــه دواړه په دعــا تړمه
د نیکه توره مې تر مــلا تـــــړمه
بـــــیا به هم هغه شـــان کلا تړمه
ځـــم د کابل نه د ډهلي په لوري
ټـــــول افغانان به ســـره بیا تړمه
د احمد شاه تاریخ به کړمه ژوندی
جګه شـــــــــمله به خامـــخا تړمه
پاڅــــــی زما ویده، ویده پښتنــــو
ګنــــې دا زړه به نور په چا تړمه
دا خپل شلیدلی ګریوان نه ګـندمــه
د خـپل نیکه ټوپـک تر شا تړمـــه
پریږدﺉ چې وینې مې له تنه وځي
نــیت د یرغـــل به نن ســــبا تړمه
بریال ولاړ د قربانۍ میدان کــــې
لاســـــونــــه دواړه په دعــا تړمه
سيف الله بريال
ننګرهار،جلال آباد
Saifkhan.afghan@gmail.com
ننګرهار،جلال آباد
Saifkhan.afghan@gmail.com

0 نظر ورکړﺉ:
Post a Comment