ترخی سیلۍ /سيف الله بريال
د دې ژوند ترخې سیلۍ مـــــــــې ژړوي
یاره ســــتا دا بد مرغـــــــــۍ مې ژړوي
تل دې دینمه چې پټــــــــــه ، پټــه ژاړي
ګـــــــــرانې ستا وړې سلګۍ مې ژړوي
کله، کله دې ګیلې راځی بی شمــــــــیره
ګلـــــــــې ستا ډیری ناندری مــی ژړوي
یا می رنځ ته درمل راکړه یا می مړ کړه
ســــــتا له لـــــــوري ناهیلـۍ مې ژړوي
خندا /سيف الله بريال
چې مې ژړا تا پـــــــــه خندا واخسته
زما له ژوند دې څه معنا واخســـــــته
زما تاریخ څه شو کلتوری مې څه شو
د نیکه توره رانه چا واخســـــــــــــته
پښتونولي دې جـــــــــوړی پریښـودله
له پیرنګی چې دې دوعا واخســــــــته
د اســـــــــــــــتعمار د خوشالۍ لپـاره
سپینه پګړۍ دې د ملا واخســـــــــــته
د غلامۍ نوم دې پر ځان پـــــوری کړ
د خپل تور ســـــــرو دې حیا واخسـته
بشــــــــر دوستۍ په نوم اغـیار راغلی
زمونږ ازادي یی دا ځـل بیا واخســــته
د غم تیاری دې ستا په کور کی راشـی
چې دې زما له کور رڼا واخســـــــــته
سیف الله بریال
ننګرهار، جلال اباد

0 نظر ورکړﺉ:
Post a Comment